IQNA

د ؛محفل په  دوهم سپرکي کې بې مخینې پیښې ؛ قضاؤت له خلکو سره

14:08 - March 13, 2024
د خبر لمبر: 3488874
ایکنا- رسالت بوذري باؤري دی ، د ټيلیویژن په تاریخ کې په دومره  لوي عظمت سره  په قراني موضوع سره د ؛محفل؛ په څير د پروګرام تولید بې مخنیې دی او  هیله مند دی چې  خلک  ددغه معنوي اوروحاني پروګرام په لیدو سره یو په زړه پورې  او ښه  حس ولرل شي.

ایکنانیوز  راپور راکړ، د ؛محفل؛ په نامې سره د مناسبتي پروګرام دوهم سپرکی ، د روژې دمبارکې میلاشتې له پیلیدا سره په یووخت  د ایران ددریم ټيلیویژن  هوائي څپو ته سپارل شوی دی. یو داسې ځانګړی پروګرام چې  دتولید مرحلې ئې له څو میاشتو مخکې راهسې پیل شوي وې.  د دغه معنوي او روحاني پروګرام د هماغه لومړي سپرکي په څیر  چې  د تیرې روژې میاشتې په دوران کې خپور شو، په قرآني کارپيژاندو کې ئې  حجةالاسلام غلام رضا قاسمیان،د ایران غوره او نړیوال قاریان هر یو احمد ابوالقاسمي ، حامد شاکر نژاد او له عراقه د قرآن قاري حسنین الحِلو او له سورئې  رضوان درویش پکې شتون لري.

ایکنانیوز  قرآني خبري آژانس  ددغه محفل نومې پروګرام  چې له روژماتي  لږ مخکې  بیلیږي،  له مجري  رسالت بوذري سره  له رمضان پيلیدا مخکې ایکنانیوز یولړ خبرې کړي دي چې  ځينی برخې ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

رسالت بوذری

 له رسالت بوذري د ایکنانیوز خبریال پوښتنه وکړهد محفل  پروګرام د لومړني سپرکي بریالی تولید،د مخاطبانو توقعات ډير زیات کړي دي طبیعتا  د انتظاراتو ددغې سوئې  پوره کیدا وخت رارسیدلی دی،ددغه پروګرام په دهم سپرکي کې  د دغه پروګرام د تولید  د  چاروالو لپاره ځيني اندیښنې رامینځةشوي دي، تاسو هم داسې کومه اندیښنه لرئ.؟ رسالت بوذري په ځواب کې ووئيل، هو، قطعي خبره ده ،دغه اندیښنه شته، په تیره بیا  دا چې هماغه شان چې  اشاره ورته وشوه،  ددغه پروګرام دمخاطبانوتوقع ډیره زیاته ده ،ځکه چې  لومړی سپرکی ئې له کامیابۍ سره یوځای ؤ او نه یوازې په ایران کې،بلکې  په ديرو اسلامی هیوادونو کې ئې هم مخاطبان درلودلی دي . لکه څنګه چې  له نزدې  ددغه پروګرام په تولید ډلې   کې  د هڅو او زیار شاهدان وو، باید  دې ټکي ته اشاره وکړم چې  د لومړي سپرکي  له  خپریداوروسته یعنی  له کابو  اتیو میاشتو تیریدا  وروسته  له تیرو درو میاشتو راهسې زما همکاران اودوستانو  د د وهم سپرکي  دتولید مقدمات برابر کړل څو   هرڅه په ټاکلی وخت او په خپل وخت  ترسره شي او  له بیړې لیرې  یوه داسې ټولګه تولید شي چې  د مخاطبانو خوښه وي اومونږ له خلکو خیځل نه شو.

د ؛محفل په  دوهم سپرکي کې بې مخینې پیښې ؛ قضاؤت له خلکو سره

له رسالت بوذری بیا زمونږ خبریال پوښتنه وکړه، د لومړی پروګرام په نسبت به  د محفل    دوهم سپرکي ښو ټکو ته څه اشاره وکړئ؟ هغه په ځواب کې ووئيل، باید  دمحفل ددغه سپرکي ډيکوریشن او ریکارډکونکي سټوډیو پلانونې او جوړونې ته اشاره وکړم. ما په کرتو ددغې ټولګې د ریکارډینګ په شپو ورځو کې دې ټکي ته اشاره کړې ده چې د ټيلیویژن په تاریخ کې  په دغه شان لوي عظمت سره  په  یوې اعتقادي موضوع سره  ددغه شان یوه پروګرام  تولید بې مخینې دی. هیله مند یم چې  کله  کله په روژې مبارکې میاشتې کې ئې دخپریدو شاهدا وو، نو  خلک ئې په لیدو یو خوښ اوښه  حس ولرل شي.

د ؛محفل په  دوهم سپرکي کې بې مخینې پیښې ؛ قضاؤت له خلکو سره

 https://iqna.ir/fa/news/4203534

 

captcha